Share this link via
Personality Websites!
قُلْ لَّاۤ اَسْــٴَـلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰىؕ-وَ مَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًاؕ-اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ(۲۳) (پارہ: 25، سورۀ الشُورٰی: 23)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه: زۀ پۀ دې باندې تاسو نه څۀ معاوضه نۀ غواړم مګر د خپلوۍ محبت او څوک چې نيک کار اوکړي مونږ به د هغۀ د پاره پۀ هغې کښې نور ښه والے هم زيات کړو، بے شکه الله بخښونکے قدر کوونکے دے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مُحَرَّم شريف کومه چې د اِسلامي کال وړومبۍ مياشت ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شروع شوې ده، دې مقدسې مياشتې ته شَهرُ الله (يعنې د الله پاک مياشت) هم وئيلے شي او د دې دا نوم پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد شوے دے، پۀ مُسنَدِ اِمامِ اَحمد کښې دي، يو ځل يو کَس دربار رسالت ته حاضر شو، عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د رمضان نه علاوه زۀ پۀ کومه مياشت کښې روژې ونيسم؟ وه يـې فرمائيل: که د رمضان (د فرض روژو نه علاوه نفلي) روژې نيول غواړې نو پۀ مُحَرَّم الـحَرام کښې يې ونيسه چې دا د الله پاک مياشت ده۔ ([1])
[1]... مسند امام احمد، مسند العشرۃ المبشرین بالجنۃ، مسند علی بن ابی طالب، جلد:1، صفحہ:427، حدیث:1335۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami