Share this link via
Personality Websites!
عادت مبارک وو، کله چې به هغوئي سبق ښودلو او پۀ هٰغه وخت کښې به څوک سَيِّد صاحب پۀ لوبو کولو کوڅې ته تشريف راوړلو نو هغوئي به خپل کتاب کيښودو او د ادب نه به ودريدو، د څو پورې چې به سَيِّد صاحب موجود وو، هغوئي به هم هٰغه شان ولاړ وو۔ ([1])
* اعلیٰ حضرت اِمام اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د سَيِّدانو صاحبانو ډير ادب کولو، يو ځل يو سَيِّد صاحب کوم چې پۀ مالي لحاظ سره غريب وو، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ته يـې تشريف راوړلو او پۀ دروازه کښې ودريدو او اواز يـې اوکړو: څۀ ورکړئ سَيِّد له۔۔۔!!
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه اواز واوريدو نو پۀ تادۍ يـې د پيسو والا بکسه راواخسته او تشريف يـې راوړلو، پۀ هغې کښې نوټونه هم وو، سِکې هم وې، را يـې وړې او زر يـې د سَيِّد صاحب مخې ته حاضرې کړې او پۀ ادب سره ودريدو۔ هٰغه سَيِّد صاحب د څۀ وخته پورې پيسو ته کتل، بيا هغوئي د هغې نه يوه چوانۍ (يعنې د 25 پيسو سِکه) واخستله۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوکړو: حُضُور! دا ټولې حاضرې دي۔ سَيِّد صاحب وفرمائيل: زما د پاره دومره کافي دي۔ دا يـې ووئيل او سَيِّد صاحب تشريف يوړلو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورسره هم روان شو، د کوڅې پورې ورسره لاړو او رخصت يـې کړو۔ بيا يـې کور والؤ ته تاکيد اوکړو چې بيا د پاره سَيِّد صاحب ته د اواز کولو ضرورت پېښ نشي، کله چې سَيِّد صاحب ووينۍ نو فوراً نذرانه پيش کوئ۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami