Share this link via
Personality Websites!
نۀ څملاستو، خلقو د دې د وجهې پوښتنه اوکړه نو وه يـې فرمائيل: پۀ دې علاقه کښې ځينې سَيِّدان صاحبان داسې هم دي چې د هغوئي سره کټونه نشته، هغوئي پۀ زمکه باندې څملي، چې سَيِّدان صاحبان (پۀ خپلو کورونو کښې) پۀ زمکه باندې ارام فرمائي نو زۀ پۀ کټ کښې څنګه ښپې کيږدم، دا د ترک ادب دے۔
* شيخ اِبراهيم رامپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ باغ کښې د جَامَنو د ونې لاندې پۀ عبادت کښې مصروف وو، بعضې وخت به ماشومانو سَيِّدانو صاحبانو باغ ته تشريف راوړلو، پۀ باغ کښې به يـې د ونو ميوې پۀ کاڼو باندې ويشتلې او بيا به يـې خوړلې، کله به شيخ اِبراهيم رامپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کاڼي باندې ولګيدو نو هغوئي به هغه سعادت ګڼلو، د څۀ مودې پورې خو هغوئي پۀ دې معامله باندې صبر کولو خو اخر يـې برداشت ختم شو نو سَيِّدانو صاحبانو ته خو يـې هيڅ وه نۀ وئيل خو ونو ته يـې وفرمائيل: اے ونو۔۔۔!! زما سره د سَيِّدانو صاحبانو د ادب فِکر دے، هغوئي ته زۀ هيڅ نشم وئيلے، تاسو بيا ميوه مۀ کوئ! د هٰغه ورځې نه پس ونو ميوه اونکړه۔ ([1])
* شيخ اَمَان پاني پتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم يو نيک بزرګ تير شوے دے، هغوئي فرمائي: زما پۀ نزد درويشي د 2 څيزونو نوم دے: (1): ښه اَخْلاق (2): د اهلِ بيتو محبت۔ يعنې د کوم خوش قِسمته چې دا دوه نعمتونه نصيب شول، هغه اوچت مقام حاصلوي۔ پۀ اَخبَارُ الاَخيَار کښې شيخ عبد الحق مُحَدِّثِ دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د شيخ اَمان پاني پتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami