Share this link via
Personality Websites!
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولاد مبارک سره هم محبت کوو۔
د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب موندونکے خوش قِسمته
د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، سرکار عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې زما د صحابؤ سره، زما د ازواجِ پاک (يعنې اُمهات المُؤمنين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُنَ) سره او زما د اهلِ بيتو سره عقيدت لري، پۀ دوئي کښې د چا هم بد نۀ وائي او د دوئي پۀ محبت باندې د دنيا نه رخصتيږي، هغه به د قيامت پۀ ورځ زما سره وي۔ ([1])
د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عاشقانو جَنَّت ته د داخليدو نظاره
د اِمام عالي مقام، اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يوه ورځ حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مالکِ جَنَّت، قاسمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے علي! هٰغه 4 کسان کوم چې به مخکښې جَنَّت ته ځي پۀ هغوئي کښې يو زۀ يم، يو تۀ يـې او 2 ستا ځامن حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما دي، زمونږ اولاد به پۀ مونږ پسې وي او پۀ هغوئي پسې به زمونږ بيبيانې وي۔ حضرت علي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږه ډله (يعنې زمونږ سره محبت کوونکي) به چرته وي؟ وه يـې فرمائيل: ستاسو ډله به پۀ تاسو پسې شاته شاته جَنَّت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami