Share this link via
Personality Websites!
توبه کوونکے داسې دے لکه هغه چې هډو ګناه کړې هم نۀ ده۔ ([1]) (2): اِنسان چې کله ګناه کوي نو د هغۀ پۀ زړۀ باندې تور داغ ولګي، بيا که چرې هغه توبه کړي نو هٰغه داغ ختم کړے شي۔ ([2]) * د رښتونې توبې سره عمر زياتيږي او پۀ رزق کښې اضافه کيږي * د اِستِغفار سره تنګي او غمونه لرې کيږي پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې هميشه اِستغفار کوي، الله پاک د هغۀ د پاره د هرې تنګۍ نه د وتو لاره جوړوي، د هر فِکر او غم نه ورته نجات عطا کوي او د داسې ځائے نه ورله رزق ورکوي د چرته نه چې د هغۀ ګمان هم نۀ وي۔ ([3])
توبې نۀ کول او پۀ ګناهونو باندې د کلک ودريدو نقصانونه
* پۀ ګناه باندې کلک ودريدل شيطاني طريقه ده * پۀ ګناه باندې کلک ودريدل ظلم دے * پۀ ګناه باندې کلک ودريدل دوزخ ته بوتلونکے کار دے * پۀ ګناه باندې د کلک ودريدو سره د نيکو کولو توفيق نۀ نصيب کيږي او نۀ د عبادت خوند نصيب کيږي * پۀ ګناهونو باندې کلک ودريدل يعنې د توبې توفيق نۀ ميلاؤيدل هم د عذاب يو شکل دے * پۀ ګناه باندې کلک ودريدل د الله پاک د ناراضګۍ يوه وجه ده۔ پۀ تفسير صاوي کښې دي: څوک چې نۀ توبه کوي، پۀ کُفر او ګناهونو باندې قائِم اوسي، هغه به پۀ ويره او مرض کښې اخته اوسي، هغه به د الله پاک د ناراضګۍ سره هم مخ کيږي اګر که د دُنيا خوندونه د هغۀ د پاره پراخه شي، پۀ داسې عيش او د دُنيا پۀ خوندونو کښې هيڅ خير
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami