Share this link via
Personality Websites!
ترجمه: د هر اِنسان نه خطا کيږي او بهترين خطا کار هغه دے کوم چې توبه کوي۔ ([1])
(1): څنګه چې ګناه وشي، د هٰغه ګناه نه فوراً توبه کول واجِب دي۔ ([2]) (2): څنګه چې ګناه وشي، توبه هم هٰغه شان کول ضروري ده۔ د پټې ګناه به پۀ پټه او د ښکاره ګناه توبه به هم ښکاره کول وي۔ که د خلقو پۀ مخکښې يـې ګناه اوکړه نو توبه به هم د خلقو پۀ مخکښې کول وي۔ ([3]) (3): د توبه کولو پۀ وخت چې بيا د پاره د ګناه نۀ کولو پخه اِراده وي، که چرې د توبې کولو پۀ وخت پۀ زړۀ کښې بيا د ګناه کولو اِراده وي نو دا د سره توبه نۀ شوه بلکې مَعَاذَ الله! پۀ اِسلام پورې خندا ده۔ ([4]) (4): د ګناه نه پۀ توبه کوونکي د هٰغه ګناه عيب لګول (مثلاً چا چې د سود نه توبه کړې وي هغه ته سود خور وئيل) حرام دي۔ ([5])
* توبه کوونکے الله پاک محبوب ساتي * توبه کول عبادت دے * د توبه کولو سره کاميابي نصيب کيږي * توبه د الله پاک د رحمت موندلو ذريعه ده * توبه ګناهونه ختموي او د زړۀ نه زنګ لرې کوي۔ د اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1):
[1]... ابن ماجہ ، کتاب الزہد ، باب ذکر التوبۃ ، صفحہ:689، حدیث : 4251۔
[2]... شرح مسلم للنووى، كتاب التوبۃ، باب فى الحض على التوبۃ ...الخ، الجزء السابع عشر، جلد:6 صفحہ:67 ۔
[3]... فتاوی رضویہ، جلد:23، صفحہ:324، بتغیر قلیل۔
[4]... مرآۃ المناجیح ، جلد:3 ، صفحہ:364۔
[5]... فتاوی رضویہ، جلد:23، صفحہ:329، بتغیر قلیل۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami