Share this link via
Personality Websites!
ورکول (3): د حقوق العباد [يعنې د خلقو د حقونو] پۀ باره کښې ګناهونه۔ د داسې ګناهونو نه پۀ توبه کولو کښې دا خبره هم لازمي ده چې کوم حقونه ضائع کړے شوي وي هغه دې ادا کړے شي، مثلاً د چا حق يـې چې خوړلے وي، د هغۀ حق دې ادا کړي يا دې پرې معاف کړي۔ لکه د چا نه يـې مال پۀ زوره اخستے وي يا پۀ سود، غلا رشوت وغيره کښې يـې اخستے وي نو د چا چې هٰغه مال دے هغه ورته واپس کړي * پۀ چا باندې يـې ظلم اوکړو، څپيړه يـې ورکړه نو پۀ هغۀ دې ځان معاف کړي يا بدله دې ورکړي وغيره۔ ([1])
الله پاک فرمائيلي دي:
فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا(۲۵) (پارہ:15 سورۀ بني اِسرائيل:25)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو بے شکه هغه توبه کوونکو لره بخښونکے دے۔
تابعي بزرګ حضرت سعيد بن مُسيّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې آيت کښې د اَوَّاب نه مُراد هٰغه کَس دے د کوم نه چې ګناه وشي، بيا توبه کړي، بيا ګناه وشي، بيا توبه کړي۔ ([2])
د اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
كُلُّ بَنِي آدَمَ خَطَّاءٌ، وَخَيْرُ الْخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami