Share this link via
Personality Websites!
نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 28 پۀ باره کښې معلومات حاصلوو۔
نيک عمل نمبر: 28 آيا نن تاسو مَعَاذَ الله! د ګناه کيدو پۀ شکل کښې فوراً توبه کړې؟
ګناه د الله پاک نافرماني ګڼل او پۀ هغې باندې پښيمانه کيدل او شرميدل او فوراً پريښودل، بيا د پاره چرې هم د ګناه نۀ کولو پخه اِراده کول او د هغې تلافي کول (يعنې چې کوم کمے شوے دے هغه زر پوره کول)، توبه ده۔ ([1])
وضاحت: د توبې درې شرطونه دي۔ (1): پۀ ګناه باندې پښيمانتيا او شرميدل (2): هٰغه ګناه پريښودل (3): بيا د پاره د هٰغې ګناه د نۀ کولو پخه اِراده کول۔ که چرې يو شرط هم وه نۀ موندلے شو نو توبه به صحيح نۀ وي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګناهونه پۀ درې قِسمه دي: (1): د الله پاک او د بنده ترمينځه کيدونکي داسې ګناهونه د کومو چې تلافي کول چي نشته، لکه شراب څښل، سندرې سازونه غږول، اوريدل وغيره د داسې ګناهونو نه د ذِکر کړے شوو دريو شرطونو سره توبه کول لازمي ده (2): د حقوقُ الله پۀ باره کښې داسې ګناهونه د کومو تلافي چې لازمي وي، د داسې ګناهونو نه د توبه کولو سره سره تلافي کول هم ضروري ده ګنې توبه به صحيح نۀ وي۔ مثلاً * که نـمونځونه يا روژې نۀ وي نيولے شوې نو قضا راوړل * د تيرو کلونو زکوٰة کوم چې مخکښې ادا کړے شوے نۀ وي، حساب لګول او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami