Share this link via
Personality Websites!
د هغوئي نوم مبارک سِراج (يعنې ډيوه) وي۔ ([1])
* حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مکه مکرمه کښې دنيا ته تشريف راوړے * د يو روايت مطابق هغوئي د 39 نارينؤ نه پس مسلمان شوے، ([2]) ځکه هغوئي ته مُتَمِّمُ الْاَرْبَعِین (يعنې د 40 شميره پوره کوونکے) وئيلے شي۔ * سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د اسلام راوړلو د پاره دعا اوکړله، ځکه هغوئي ته مُرادِ رسول هم وئيلے شي۔ ([3]) د هغوئي عدل او اِنصاف بے مثاله وو، ځکه هغوئي ته اَعْدَلُ الْاَصْحَاب (يعنې پۀ صحابؤ کښې د ټولو نه زيات عدل کوونکے) ووئيلے شو۔ ([4]) * حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 63 کاله پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو * تقريباً 10 کاله 5 مياشتې او 21 ورځو پورې يـې پۀ ښه انداز کښې د خِلافت فريضې ترسره کړې ([5]) * اخر د مُحَرَّم شريف پۀ وړومبي تاريخ شهيد کړے شو او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوا کښې د شين ګنبد لاندې يـې د دفن کيدو سعادت حاصل کړو۔
حیاتی میں تو تھے ہی خدمتِ محبوبِ خالِق میں مَزار اب ہے قریبِ مصطَفٰے فاروقِ اَعظَم کا([6])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami