Share this link via
Personality Websites!
شاعِري خو هډو کول نۀ دي پکار، حمد لېکل دي، نعت لېکل دي، منقبت لېکل دي، دا مو ولېکلو، بيا دا چيک هم کړئ، چا ښه، ماهره، پۀ دارُ الافتاء کښې حاضرِ سروس عاشقِ رسول مفتي صاحب ته خپل شِعرونه وښايئ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دا هم يو ډير ښه معمول دے چې هغوئي صرف او صرف دِيني شاعري کوي او مَاشَآءَ اللہ! هغوئي بهترين او ډير ماهره عالِم هم دے، د عِلمِ دِين نازک والے ډير ژور پيژنې ، د دې باوجود د هغوئي تقویٰ ده چې خپل هر يو شعر پۀ مفتي صاحب باقاعده چيک کوي۔
څوک څوک چې شاعِري کوي يا اوري، يا شعرونه يادوي، هغوئي له دا انداز اِختيارول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د حضرت فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نوے اِسلامي کال ډير زر شروع کيدونکے دے، وړومبۍ اِسلامي مياشت مُحَرَّم شريف به ډيره زر تشريف راوړي، د دې مياشتې وړومبے تاريخ د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت ورځ ده۔ * حضرت عُمرِ فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير د اوچتې مرتبې صحابې دے * پۀ دنيا کښې د هغوئي نوم مبارک عمر دے * پۀ اسمانونو کښې هغوئي د فاروق پۀ نوم پيژندلے شي * پۀ اسماني کتاب تورات شريف کښې د هغوئي نوم مَنْطِقُ الْحَقْ (يعنې حق خبره کوونکے) دے * پۀ انجيل شريف کښې د هغوئي نوم کافِي دے * او پۀ جَنَّت کښې به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami