Share this link via
Personality Websites!
يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُوْنَ
يعنې پۀ داسې بے عِلمه شاعِرانو پسې تلل، د هغوئي شِعرونه اورېدل، يادول، نورو ته بيانول ټوله ګمراهي ده۔([1])
د داسې شاعِرانو اَنجام څۀ دے؟ واورئ! الله پاک فرمائي:
وَ سَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ۠(۲۲۷) (پارہ:19، سورۂ شُعَراء:227)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نزدې ده چې ظالِمان به پوهه شي چې پۀ کومه ډډه به اَوړي۔
يعنې د قيامت پۀ ورځ چې به کله دوئي دوزخ ته غورځولے شي نو وه به ويني چې د دوزخ پۀ کومه ډډه کښې غورځيږې ۔([2])
د بے حيايۍ نه ډک شعرونه يادول څنګه۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د بے حيايۍ نه ډک، د عِشقِيَه او فِسقِيَه شعرونه وئيل هم غلط دي او دا اورېدل، اورول، يادول هم غلط دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که پۀ تاسو کښې د چا خِيټه د نَو نه ډکه شي نو د هغې نه بهتره ده چې د هغۀ خِيټه د شعرونو نه ډکه وي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami