Share this link via
Personality Websites!
نن سبا دلته هم ډير خلق د شاعرۍ شوق لري بلکې نن سبا دا يو فيشن هم جوړشوے دے، د بعضو خو تعليم هم دومره نۀ وي، دِيني معلومات خو ورسره بيخي کم وي بلکې د نشت برابر وي، د دې باوجود هغوئي حمدِيه شعرونه لېکي، نعتونه لېکي او داسې داسې غلطيانې کوي چې اَلاَمَان وَالحَفِيظ۔۔۔!! بلکې عام دُنيائي شعرونه چې کوم لېکي پۀ هغې کښې هم ډيرې غلطۍ وي بعضې وخت خو د کُفر الفاظ هم لېکي او هغوئي ته هډو پته نۀ وي۔ بيا شرعِي تفتيش۔۔۔!! د دې خو دلته هډو رِواج نشته، پۀ دِماغو کښې د لرې لرې پورې خيال هم نۀ راځي چې دا هم د کولو څۀ کار دے۔ بس څۀ چې پۀ ذِهن کښې راځي لېکي يـې۔
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ الشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَؕ(۲۲۴) اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَۙ(۲۲۵) وَ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَۙ(۲۲۶) (پارہ:19، سورۂ شُعَراء:224-226)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د شاعرانو تابعداري خو ګمراه خلق کوي۔ آيا تا وه نۀ لېدل چې شاعِران پۀ هره کنده کښې سرګردانه ګرځي۔ او دا، چې هغوئي داسې خبره کوي پۀ کومه چې عمل نۀ کوي۔
يعنې د شاعِرانو (Poets) دا عادت وي چې * دروغ او باطِل شعرونه لېکي * د بے حيايۍ او فحاشۍ خبرې کوي * کله خو د فخر او تکبر نه ډک خپل تعريفونه شروع کړي * کله د نورو غندنه شروع کړي * چې تعريفونه شروع کړي نو زمکه او اسمان يو کړي * چې بد بيانول شروع کړي نو لوئي لوئي خلق کم تر ښودل شروع کړي، فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami