Share this link via
Personality Websites!
مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي، حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د عاشورې يعنې د 10 مُحَرَّم شريف روژه نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله هم نيولې او د دې د نيولو حُکم يـې هم اِرشاد کړے۔ ([1])
د روايتونو مطابق * د مُحَرَّم شريف د هرې ورځې روژه د يوې مياشتې د روژو برابر ده۔ ([2]) * خاص طور د عاشورې د روژې متعلق خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زما پۀ الله پاک باندې ګمان دے چې د عاشورې د ورځې روژه د يو کال مخکښنې ګناهونه ورانوي۔ ([3]) * البته صرف د لسم مُحَرَّم شريف روژه دې نۀ نيولے کيږي بلکې د 9 يا د 11 مُحَرَّم روژه دې ورسره هم يو ځائے کړے شي، اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د عاشورې د ورځې روژه نيسئ او پۀ دې کښې د يهوديانو (داسې) مخالفت کوئ چې د دې نه مخکښې يا وروستو هم يوه ورځ روژه نيسئ۔ ([4])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami