Share this link via
Personality Websites!
تِلاوت د نيکۍ کار دے؟ آيا مونږ د قرآنِ پاک د تِلاوت دعوت ورکوو؟ * چا ته معلومه نۀ ده چې د سود لين دين، سندرې اوريدل، فلمونه ډرامې کتل، بے پردګي وغيره دا ټول ګناهونه دي؟ ايا مونږ د دې نه خلق منع کوو؟ افسوس! پۀ مونږ کښې ډېر خلق داسې دي کوم چې دا کار نۀ کوي (يعنې د ډېرو څيزونو نه د خبرېدو باوجود هم د نيکۍ د دعوت ورکولو نه محرومه پاتې کيږي)، مونږ چې د څومره دِين نه خبر يو، هٰغه همره خلقو ته نۀ رسوو او د نور عِلم د زده کولو کوشش نۀ کوو۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا د حُضُورِ اَنور، د مکے مدينے د تاجوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه اوکړه: بهترين اِنسان څوک دے؟ وه يـې فرمائيل: د الله پاک نه ويريدونکے، صِله رحمي (يعنې د خپلوانو سره ښه سلوک) کوونکے، ښې خبرې بيانوونکے او د بدو نه منع کوونکے۔([1])
د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خليفه څوک۔۔۔؟
اِمامِ حَسَن بَصَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې د ښه خبرو حُکم ورکوي، د بدو نه منع کول کوي، هغه د الله پاک هم خليفه دے او د هغۀ د رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) هم او د هغۀ د کتاب (يعنې د قرآنِ کريم) هم خليفه دے۔([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami