Share this link via
Personality Websites!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
كُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ (پارہ:4،سورۂ آلِ عمران:110)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (اے مسلمانانو!) تاسو بهترين اُمت يـۍ کوم چې د خلقو (د هدايت) د پاره ښکاره کړے شو، تاسو د نيکۍ حُکم ورکوئ او د بدۍ نه منع کوئ او پۀ الله اِيمان لرئ۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ټول مسلمانان مُبلِّغان دي، پۀ ټولو باندې فرض دي چې خلقو ته د ښو خبرو حُکم ورکړي او د بدو خبرو نه يـې منع کړي۔([1]) زمونږه خوږ آقا و مولا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بَلِّغُوْا عَنِّیْ وَلَوْ اٰیَۃً يعنې زما د طرف نه ورسوئ اګر که هم يو آيت وي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ دې لږ غور اوکړو! مونږ چې د دِين د څومره خبرو نه خبر يو، آيا هٰغه خبرې مونږ نورو ته رسوو؟ * چا ته پته نشته چې 5 نـمونځونه فرض دي؟ آيا مونږ نورو له د نـمونځ دعوت ورکوو؟ * چا ته پته نشته چې د رمضان روژې فرض دي؟ آيا مونږ د روژو د نيولو دعوت ورکوو؟ * چا ته نۀ ده معلومه چې د قرآنِ پاک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami