Share this link via
Personality Websites!
چا سره بندول نۀ دي پکار، بس هر يو ته پۀ مينه محبت د نيکۍ دعوت ورکول دي۔ چې مونږ هر وخت، پۀ هر ځائے کښې، هر يو ته د نيکۍ د دعوت ورکولو والا جوړ شو نو پۀ ورو ورو به د خلقو پۀ ذِهنونو کښې پخپله مونږ ښه جوړ شو۔
فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نيکۍ دعوت ورکړو
روايت دے: د مسلمانانو پۀ دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله د قتل حمله وشوه، هغوئي ډير زخمي وو، هٰغه وخت خلق د هغوئي د تپوس د پاره راتلل، يو ځوان حاضر شو، هغۀ تپوس اوکړو، کله چې هغه روان شو نو هغوئي وليدل چې د هغه پرتوګ د ښپو د ګِيټو نه لاندې پۀ زمکه راښکلے کيږي، وه يـې فرمائيل: هغه واپس راوبلئ! هغه واپس راوستے شو۔ هغوئي پۀ مينه وفرمائيل: یَا اِبْنَ اَخِی! اِرْفَعْ ثَوْبَکَ فَاِنَّہٗ اَنْقٰی لَثَوْبِکَ وَ اَتْقٰی لِرَبِّکَ اے ورارۀ! کپړې بَره کړه! (يعنې د ګِيټو نه يـې بره ساته!) داسې به ستا جامې صفا وي او ستا د رَبّ پۀ نزد به د تقویٰ او د پرهيزګارۍ ذريعه جوړيږي۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جذبې ته وګورئ! زخمي دے، پۀ سخت تکليف کښې دے، د مرګ پۀ بستره باندې پروت دے، د دې باوجود د نيکۍ دعوت عام کوي۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami