Share this link via
Personality Websites!
طبيعت لرونکي) اِنسانان د عمر نه پۀ تښتېدو لېدلي دي۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا اثر دے د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې چرته هغوئي وي، هلته شيطان نۀ راځي۔ بلکې د حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ نوم مبارک کښې هم داسې اثر دے چې شيطان ترې تښتي ۔ علمائے کرامو لېکلي دي: کوم اِنسان له چې شيطان پۀ خوب کښې راځي او تنګوي يـې، يعنې د شيطان د شرارت پۀ وجه بيا بيا پۀ هغۀ پۀ خوب کښې غسل فرض کيږي، هغه دې د شپې د اودۀ کېدو پۀ وخت د خپلې ګوتې پۀ ذريعه، پۀ سينه باندې عمر ولېکي، د شيطان جرأت به نۀ کيږي چې پۀ خوب کښې راشي او هغه پرېشانه کړي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا د هغوئي د نوم مبارک اثر دے۔ خو افسوس چې مونږ د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عاشقان * د وادۀ پۀ دستوره کښې موجود يو خو هلته سندرې سازونه نۀ بنديږي * زمونږ پۀ موجودګۍ کښې غيبتونه کيږي، زمونږ پرې هېڅ پروا نۀ وي * زمونږ پۀ موجودګۍ کښې کور والا نـمونځونه نۀ کوي او زمونږ پرې هډو پروا نۀ وي * زمونږ پۀ موجودګۍ کښې ګناهونه کيږي او مونږ د دې هډو فِکر نۀ کوو۔
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ مونږ له د نيکۍ دعوت ورکول پکار دي۔ پۀ مينه، پۀ محبت، پۀ نرمۍ، پۀ حکمت سره، پۀ چا سختي نۀ دي کول، چا ته پۀ تيز اواز او غصه کېدل هم نۀ دي پکار، د څو پورې چې شريعت اِجازت درنکړي، خبرې اترې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami