Share this link via
Personality Websites!
محله کښې، پۀ دوستانو خپلوانو کښې، خپل ګير چاپيره پۀ ناستو خلقو کښې زمونږ د شخصيت دا معيار پکار دے، چې خلقو ته پته وي چې * دے سندرې نۀ خوښوي * دے فلمونه نۀ ګوري * دے غيبت نۀ اوري * دے چغلي نۀ اوري * د دۀ پۀ مخکښې پۀ چا پسې بد نشي وئيلے کېدے * که فلانکے کور ته رابلل وي نو سندرې سازونه به بندول وي * زمونږ د کور ماحول داسې وي چې څوک مېمله راشي نو هغۀ ته معلومه وي چې دې کور ته پۀ راتللو به نـمونځونه کول وي * دلته زۀ د موبائل غلط اِستعمال نشم کولے۔
شيطان لکۍ راغونډه کړي او وتښتي
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حيثيت ته وګورئ چې څنګه ښکلے وو، اِنسان خو اِنسان دے، د هغوئي د کورنۍ والا خو خير وو هم د تقویٰ او پرهيزګارۍ والا، خو د ګناهونو پۀ جرړې ، پۀ بد بخته شيطان باندې د هغوئي داسې رُعب وو چې هغوئي به يـې ولېدلو نو شيطان به هم لاره بدله کړه۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهٖ، مَا لَقِيَكَ الشَّيْطَانُ سَالِكًا فَجًّا اِلَّا سَلَكَ فَجًّا غَيْرَ فَجِّكَ يعنې پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ساه ده ، اے عمره! شيطان چې پۀ لاره باندې تا وويني نو لاره بدله کړي او پۀ بله لار باندې روان شي۔([1])
پۀ يو حديثِ پاک کښې فرمائي: بے شکه ما شيطانان پيريان او د شيطان (پۀ شان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami