Share this link via
Personality Websites!
وضاحت: د الله پاک د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دويم بر حقه خليفه د کوم نوم چې عمر او لقب فاروق دے، د اِسلام د شان او شوکت د اِمتياز نخښه ده۔ هغوئي د کلکې اِرادې او حوصلې، دِيني غيرت، د ظاهر او د باطِن د پاکوالي آئينه وو۔
حضرت نَزَّالِ بنِ سَبْرةَ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږ د مسلمانانو څلورم خليفه عليُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته عرض اوکړو چې مونږ ته د حضرت عمر بن خطاب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې څۀ اِرشاد کړئ۔ وه يـې فرمائيل: د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه شخصيت دے کوم ته چې الله پاک فاروق لقب ورعطا کړو ځکه چې عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حق د باطِل نه جُدا کړو۔([1])
پۀ اسمانونو کښې د هغوئي نوم ” فاروق “ دے
د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے چې خَاتَمُ المُرسَلِين، رَحمةٌ لِّلعَالَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: زۀ پۀ جومات کښې ناست ووم، د جبريلِ امين [عَلَیْهِ السَّلَام] سره مې خبرې کولې چې ناڅاپه عمر بن خطاب راغلو۔ جبريلِ امين ووئيل: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا دا عمر خو نۀ دے؟ ما ووئيل: آؤ دے ۔ او اے جبريله! آيا د زمکې پۀ شان پۀ اسمانونو کښې هم د دوئي څۀ خاص نوم شته ؟ جبريل ووئيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami