Share this link via
Personality Websites!
ته ووئيل چې عمر مسلمان شوے دے۔
دلته خلق خپل ځان پټوي۔ مثلاً * ډير نـمونځ ګزاره خلق ږيرې نۀ پريږدي * عمامه شريف نۀ پۀ سر کوي چې خلق به مو مولا ګڼي۔
واه څومره ښه خبره ده۔۔۔!! وروره۔۔۔! دا خو ضروري ده، خلقو ته ګڼل پکار دي چې زۀ مولا يم پۀ دې کښې د شرم څۀ خبره ده * ځينې خلق د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي سره ډير محبت کوي، ډېر زيات محبت کوي خو پۀ خپل عمل سره يـې نۀ څرګندوي، مثلاً عمامه نۀ پۀ سر کوي، د سُنَّتو مطابق جامې نۀ اغوندي، عطّاري وي او بيا هم د خپل نوم سره عطّاري نۀ لېکي۔ وروره ولې داسې کوې؟ ځکه چې خلق به ما اِسلامي ورور ګڼي۔ بعضو ته شيطان دا بانه وښائي چې زۀ پۀ مارکيټ کښې يم، دروغ وغيره هم وئيل وي، که ما عمامه پۀ سر کړه نو زما پۀ وجه به د دعوتِ اِسلامي بدنامي کيږي۔ داسې خلق پوهه کول پکار دي چې ورور جانه! بغير د عمامې نه هم دروغ وئيل ګناه ده۔ تاسو څرګنده کړئ چې تاسو اِسلامي ورور يـئ او د دروغو نه هم ځان بچ کړئ! تاسو وښايئ چې تاسو دعوتِ اِسلامي والا يـۍ او د داسې کارونو نه هم ځان بچ کړئ کوم چې د دعوتِ اِسلامي د بدنامۍ سبب جوړيږي۔ بهر حال چې حق مو اِختيار کړو نو بيا ويره د څۀ، ښکاره يـې اِظهار اوکړئ چې آؤ! زۀ حق منونکے يم۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لېکلي دي کنه:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami