Share this link via
Personality Websites!
هم هډو وه نۀ وئيل۔ بيا هغوئي د قريشو د يو بَل لوئي سردار کور ته لاړو، دروازه يـې وډبوله، هٰغه سردار بهر راغلے، هغه ته يـې ووئيل چې زۀ مسلمان شوے يم، هغه هم هغوئي د اِسلام راوړلو نه منع کړو او غلے لاړو او دروازه يـې بنده کړه۔ داسې هغوئي د يو يو دروازې ته تللو خو کوم مقصد چې وو چې ټولې مکے مکرمې والا ته زما د مسلمانېدو پته ولګي، هغه حاصل نۀ شو، بيا هغوئي سوچ اوکړو چې د اِسلام د ټولو نه لوئي دښمن ابو جهل دے، د هغۀ خوا له ورځم، هغوئي د هغۀ کور ته لاړو، هغۀ ته چې يـې ووئيل نو هغه هم ډېر بزدله وختو، هغه هم غلے لاړو او دروازه يـې بنده کړه۔([1])
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مکه مکرمه کښې يو رُعب وو، ځکه څوک هم هغوئي ته د تکليف رسولو د پاره نۀ تيارېدو، ټول د هغوئي نه وېريدل۔ فاروق اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سوچ کولو چې زۀ پۀ مکه مکرمه کښې د خپل اِسلام اِعلان څنګه اوکړم؟ اخر يـې ذِهن ته يو طريقه راغله ، هغوئي د خلقو نه پوښتنه اوکړه: مَنْ اَنَمُّ النَّاسِ پۀ مکه مکرمه کښې د ټولو نه لوئي چغل خور څوک دے؟ ووئيلے شو چې فلانکے د ټولو نه لوئي چغل خور دے، هغوئي د هغۀ خوا له لاړو، وه يـې فرمائيل: معلومه ده درته چې زۀ مسلمان شوے يم۔۔۔ خو ګوره! چا ته مۀ وايه۔۔۔!!([2])
يعنې هغوئي يوه طريقه استعمال کړه چې هغه خو وو چغل خور، هغۀ ته يـې قصداً ووئيل چې چا ته مۀ وايه د پاره د دې چې هغه زر زر دا خبره خوره کړي۔ لا هغوئي هلته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami