Share this link via
Personality Websites!
سره عرض اوکړو: (دا به زما نۀ وه نۀ شي)
وَالَّذِي بَعَثَك بِالْحَقِّ لَاَعْلَنْتُهُ كَمَا اَعْلَنْتُ الشِّرْكَ
پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي کوم چې تاسو د حق سره راليږلي يـۍ، لکه څنګه چې به ما شِرک ښکاره کولو، اوس به حق پرستي هم ښکاره کووم۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې موقع باندې يوه ډېره خوندوره واقعه وشوه، حضرت فارُوقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه خو پۀ دارِ اَرقم (Dar Arqam) کښې وئيلې وه، پۀ مکه مکرمه کښې چا ته هم معلومه نۀ وه چې هغوئي مسلمان شوي دي۔ دا خبره هغوئي نۀ شوه زغملے۔ هغوئي پۀ حقه باندې وو او ټولو ته يـې وئيل غوښتل۔ پۀ طريقه باندې يـې سوچ کولو چې داسې څۀ اوکړے شي چې خلقو ته معلومه شي چې زۀ مسلمان شوے يم۔
دې د پاره چې هغوئي کومه طريقه اِختيار کړه، زۀ يـې د يو څو روايتونو پۀ راجمع کولو سره عرض کووم، هغوئي د يو غير مسلمه کور ته لاړو، دروازه يـې وډبوله، هٰغه کَس بهر راووتلو، هغوئي ورته ووئيل: معلومه ده درته چې زۀ مسلمان شوے يم۔ هغۀ پۀ حېرانتيا سره ووئيل: واقعي؟ وه يـې فرمائيل: آؤ واقعي۔ پۀ دې اورېدو هغه ووئيل: اے عمره داسې مۀ کوه! دا يـې ووئيل او دروازه يـې بنده کړه۔
هغوئي پرېشانه شو چې دا څۀ خبره شوه، هغه خو هډو هېڅ وه نۀ وئيل، نورو ته يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami