Share this link via
Personality Websites!
اسمان کښې داسي هيڅ يوه فرښته نشته چي د عمر عزت نۀکوي او پۀ زمکه کښې هيڅ يو شيطان داسي نشته هغه د عمر نه لرې نۀ تښتي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير مشهور لقب دے: فَارُوق۔ دا دومره مشهور لقب دے چې ډېرو خلقو ته خو معلومه هم نۀ ده چې د هغوئي اصلي نوم عمر دے۔ عام طور خلق عمر فَارُوق د هغوئي نوم ګڼي۔ حالانکې عُمر د هغوئي نوم دے او فارُوق د هغوئي لقب دے۔
د فَارُوق معنیٰ ده: پۀ حق او پۀ باطِل کښې فرق کوونکے۔ د حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ پاک طبيعت کښې دا ډير نا اشنا خاصيت وو چې هغوئي به باطِل بالکل نۀ برداشت کولو۔
کله چې هغوئي اِسلام قبول کړو نو هٰغه وخت لا پۀ مکه مکرمه کښې مشکلات وو، د مکے کافرانو به مسلمانانو ته تکليفونه رَسَوَل، لهذا چې څوک به هم نوے مسلمانېدو نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به في الحال هغۀ ته د خپل اِيمان پټ ساتلو فرمائيل۔ روايت دے: کله چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه ووئيله نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اُسْتُرْہُ اے عمره! خپل اِيمان پټ ساته۔۔۔!! هغوئي پۀ ادب
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami