Share this link via
Personality Websites!
شان۔۔۔!! صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پوښتنه کړې وه، د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان مبارک باندې يـې ځان پوهه کول غوښتل، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې جواب څۀ ورکړو؟ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صِدِّيق او فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهما اِيمان د ګواه پۀ توګه بيان کړو چې زۀ د خُدائے رسول يم او پۀ دې باندې اِيمان لرم، ابو بکر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صِدِّيق دے او پۀ دې باندې اِيمان لري، عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فاروق دے او پۀ دې باندې اِيمان لري نو يقيناً خبره هم داسې ده، لکه څنګه چې ما کړې ده۔ علامه اِبنِ حجر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (خوږ آقا، د مدينے والا مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د حيرانتيا پۀ جواب کښې د صِدِّيقِ اکبر او فاروق اعظ رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د اِيمان پۀ توګه شهادت ذِکر کړو، دا پۀ دې وجه چې) د صِدِّيق او د فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهما اِيمان ډير کامِل او يقين ډير پوخ دے۔ ([1])
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے خوب
د بُخاري او د مسلم حديثِ پاک دے، د صحابۍ رسول، حضرت اَبُو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ما خوب وليدو،چي ما ته څه خلق پيش کړے شول، هغوي قميصونه اغوستے وو، د چا قميص د سينې پورې وو، د چا د دې نه ښکته (او پۀ يو راويت کښې دي: د چا قميص د سينې پورې وو، د چا د نامې پورې وو، د چا د زنګونانو پورې، د چا د نيمو پنډو پورې ([2]))، بيا ما عمر فاروقِ اعظم (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) وليدلو، د هغۀ قميص د هغۀ د ښپو نه هم ښکته وو چې پۀ تللو کښې به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami