Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم تقريباً 20 آيتونه داسې دي کوم چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې نازل شوي، پۀ هغې کښې د يو آيت مبارک مونږ پۀ شروع کښې د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ 25 سيپاره، سوره جاثيه، آيت: 14 کښې الله پاک فرمائي:
قُلْ (پارہ: 25، سورۀ جاثيه: 14)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه:
چا ته وئيل دي؟
لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا (پارہ: 25، سورۀ جاثيه: 14)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلقو ته کومو چې اِيمان راوړے۔
دلته د اِيمان والؤ نه مُراد د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے۔ ([1]) ګويا اِرشاد کيږي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! خپل خوږ صحابي، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته وفرمايئ!
څۀ فرمائيل دي؟
یَغْفِرُوْا لِلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ اَیَّامَ اللّٰهِ (پارہ: 25، سورۀ الجاثيه: 14)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې هٰغه خلقو ته معافي اوکړي کوم چې د الله د ورځو اُميد نۀ لري۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami