Share this link via
Personality Websites!
رسول دے * پۀ دنيا کښې د هغوئي نوم مبارک عمر دے * پۀ اسمانونو کښې هغوئي د فاروق پۀ نوم پيژندلے شي * پۀ اسماني کتاب تورات شريف کښې د هغوئي نوم مَنْطِقُ الْحَقْ (يعنې حق خبره کوونکے) دے * پۀ انجيل شريف کښې د هغوئي نوم کافِي دے * او پۀ جَنَّت کښې به د هغوئي نوم مبارک سِراج (يعنې ډيوه) وي۔ ([1])
* حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مکه مکرمه کښې دنيا ته تشريف راوړلو * د يو روايت مطابق هغوئي د 39 نارينؤ نه پس مسلمان شو، ([2]) ځکه هغوئي ته مُتَمِّمُ الْاَرْبَعِین (يعنې د 40 شميره پوره کوونکے) وئيلے شي۔ * سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د اسلام راوړلو د پاره دعا اوکړله، ځکه هغوئي ته مُرادِ رسول هم وئيلے شي۔ ([3]) د هغوئي عدل او اِنصاف بے مثاله وو، ځکه هغوئي ته اَعْدَلُ الْاَصْحَاب (يعنې پۀ صحابؤ کښې د ټولو نه زيات عدل کوونکے) ووئيلے شو۔ ([4]) * حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 63 کاله پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو * تقريباً 10 کاله 6 مياشتې او د يو څو ورځو پورې يـې پۀ ښه انداز کښې د خِلافت فريضې ترسره کړې ([5]) * د هغوئي د خِلافت دور د مسلمانانو د عروج ښکلے دور وو * د هغوئي د حکومت انداز * د هغوئي عدل او اِنصاف * د هغوئي مبارک اخلاق او کردار * د الله پاک نه ويره * تقویٰ او پرهيزګاري
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami