Share this link via
Personality Websites!
ذِکرِ خير اوکړئ! * د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ده: کراماتِ فاروقِ اعظم۔ دا رساله د مکـتبة الـمدينه نه وغواړئ يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ډاؤن لوډ کړئ! دا رساله پۀ کور کښې ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ قبر باندې ګرباتۍ لګول منع دي۔
وضاحت: مُحَرّم الـحَرام شريف تشريف راوړي، پۀ دې مياشت کښې خاص طور پۀ 10 محرم شريف خلق هديرې ته حاضري کوي، دا ښه خبره ده، هديرې ته تلل پکار دي، د خپلو وفات شوو خپلوانو د پاره اِيصالِ ثواب کول هم پکار دي، البته دا رواج عام طور ليدلے کيږي چې خلق پۀ قبرونو باندې ګرباتۍ لګوي۔ دا منع دي۔ بالکل د قبر د پاسه خو ګرباتۍ يا شمع وغيره هيڅکله هم نۀ دي لګول پکار، آؤ که د قبر سره نزدې څوک د قرآنِ کريم تِلاوت کوي يا اَوراد او وظيفې وغيره کوي، هغه ته د خوشبوئي رسولو د پاره که ګرباتۍ د قبر نه علاوه پۀ بَل ځائے کښې ولګولے شي نو دا جائز دي بلکې ښه خبره ده۔ که هلته څوک هم نۀ وي، صرف د قبر د پاره ګرباتۍ لګولے کيږي نو دا منع دي ځکه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami