Share this link via
Personality Websites!
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضر وو، قاري هم د دې آيت مبارک تِلاوت اوکړو، پۀ دې اوريدو اَميرُ المُؤمِنِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: لِیَجْزِیَ عُمَرَ بِمَا صَنَعَ يعنې د آيت معنیٰ دا ده چې الله پاک به عمر له د هغۀ د اعمالو جزا ورکړي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا بدله به څۀ وي کومه چې به حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ورکولے شي، پۀ دې باره کښې يو روايت واورئ! د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د قيامت پۀ ورځ چې به کله حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضريږي، هٰغه وخت به اِسلام (پۀ جسماني شکل کښې راشي او) عرض به کوي: يَا رَبِّ هٰذَا عُمَرُ اَعَزَّنِيْ فِيْ دَارِ الدُّنْيَا فَاَعِزْهُ فِيْ عَرَصَاتِ الْقِيَامَةِ يعنې اے رَبِّ رحمان او رحيمه! دا عمر دے، دۀ پۀ دُنيا کښې زما عزت بلند کړے وو، نن د قيامت پۀ ميدان کښې تۀ دۀ ته عزت عطا کړې۔
د دې سره به حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته 2 چغې واغوستلے شي، د دغه چغو خوشبوئي به داسې وي چې که پۀ دغه کښې يوه هم پۀ دُنيا کښې پرانستے شي نو ټوله دُنيا به يـې پۀ خوشبويۍ باندې معطره شي۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ نُوراني اوښه باندې کښينولے شي، د هغوئي مخې ته به 70 زره جنډې خوزيږي، هٰغه وخت به پۀ محشر کښې يو اواز کيږي: یٰاَهْلَ الْمَوْقَفِ هٰذَا عُمَرُ فَاعْرِفُوْهُ اے د محشر والؤ! دا عمر دے، دے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami