Share this link via
Personality Websites!
کښې د دُکان والا سپي هم دا منظر ليدو، هغه پۀ پيشو حمله اوکړه او پيشو يـې مړه کړه، حلوائي له غصه ورغله او هغۀ سپے مړ کړو، پۀ خوا کښې دُکان والا له غصه ورغله، هغه حلوائي مړ کړو۔۔۔!! داسې لړۍ روانه وه او د شيطان د لږ شان حرکت پۀ وجه ډير قتلونه وشول۔ ([1])
دا زمونږ د معاشرې حالت دے، برداشت بالکل ختميږي، د معاف کولو ذِهن ښکاري داسې چې هډو پاتې نۀ دے * پۀ معمولي معمولي خبره باندې ډيره غصه کولے شي، رشتې ماتولے کيږي * د غصې نه سرۀ کيږو * تکبر کيږي * بعضې وخت خو ظلم او زياتے هم کيږي۔ مونږ له د معاف کولو عادت اِختيارول پکار دي۔
رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د صدقې ورکولو سره مال نۀ کميږي او اِنسان چې د چا قصور معاف کړي نو الله پاک به د هٰغه (معاف کوونکي) عزت زيات کړي۔ ([2])
پۀ شُعَبُ الاِيمان کښې دي: يو ځل حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: اے کريم مالِکه! ستا پۀ نزد د ټولو نه کوم يو بنده ډير عزت مند دے؟ وه يـې فرمائيل: هغه کوم چې د بدلې د طاقت لرلو باوجود معاف کول وکړي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami