Share this link via
Personality Websites!
پۀ وادۀ ښادۍ کښې د خپلوانو د طرف نه که څۀ داسې خبره راشي نو خپلولي هم پريږدي * جنګ جګړې هم کوي * ښه د خوشحالو نه ډک ماحول خرابوي، څومره بده خبره ده خو ډيره د افسوس خبره دا ده چې * هم د دغه خلقو پۀ مخکښې چې د دِين څۀ خِلاف ورزي کيږي نو پۀ هغوئي باندې هيڅ بده نۀ لګي * بعضې وخت پخپله هم نـمونځونه نۀ کوي، بيا پرې هم خفه نۀ وي * کور والا يـې نـمونځ نۀ کوي، پۀ هغوئي هيڅ بد نۀ لګي * پۀ وادۀ ښادۍ کښې سندرې سازونه لګيدلي وي، د ګناهونو نه ډک کارونه کيږي، پۀ دې باندې هيڅ ګيله نۀ کوي۔۔۔!! غرض داسي انداز جوړيږي چې خلق خپل طبيعت ته ګوري، د دِين پروا نۀ کوي۔ الله پاک دې د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږ پۀ دِين باندې مضبوط والے نصيب کړي۔ کاش چې زمونږه معيار طبيعت نۀ بلکې دِين جوړ شي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
(2): فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د معاف کولو عادت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ آيت مبارک کښې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته حُکم اوکړے شو چې هغوئي دې د معاف کولو عادت اِختيار کړي۔
سُبْحٰنَ اللہ! رَبِّ کريم چې حُکم اوکړو نو حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس پۀ لاس هم دا صفت اِختيار کړو۔
فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ غير مسلمه معاف کړو
هغوئي ته دا حُکم کله ورکړے شوے وو، پۀ دې باره کښې حضرت عبد الله بن
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami