Share this link via
Personality Websites!
اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ ؕ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی خَاتَمِ النَّبِیِّن ؕ
اَمَّـا بَــعۡـدُ فَـاَعُـوۡذُ بِـا لـلّٰـہِ مِـنَ الـشَّـیۡـطٰنِ الـرَّجِیۡمِ ؕبِـسۡمِ الـلّٰـہِ الـرَّحۡـمٰنِ الـرَّحِـیۡمِ ؕ
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
يوه ورځ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل کور نه بهر تشريف راوړلو او يواځې يو طرفته روان شو، د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا وليدل نو ويريدو (چې هسې نۀ څوک دښمن ورته نقصان وه رسوي)، هغوئي پاڅيدل او پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې شاته روان شول، حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وليدل چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځائے ته ورسيدو هلته ودريدلو او پۀ دربارِ الهي کښۍ سر پۀ سجده شو۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا وليدل نو د ادب وروستو شو او ودريدو، کله چې سرورِ عالم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سجدې نه سر راپورته کړو نو وه يـې فرمائيل: اے عُمره! زۀ چې دې پۀ سجده وليدم نو تۀ يو خوا ته ودريدې، دا تا ډير ښه اوکړل۔ بيا يـې وفرمائيل:
اِنَّ جِبْرِیْلَ اَتَانِیْ فَقَالَ مَنْ صَلَّی عَلَیْكَ مِنْ اُمَّتِكَ وَاحِدَۃً
صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ عَشَرًا وَرَفَعَہُ بِھَا عَشَرَ دَرَجَاتٍ
بے شکه اوس جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام زما خوا له راغلے وو او عرض يـې اوکړو: يا رسولَ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami