Share this link via
Personality Websites!
اودۀ دے، د هغۀ پۀ باره کښې غالِب ګمان دے چې که هغه ته غږ وکړے شي نو هغه به راپاڅي او نـمونځ به اوکړي نو د هغه راپاڅول واجب دي۔ ([1]) (3): د سحر د نـمونځ د پاره ډير مخکښې راپاڅول نه دي پکار بلکې داسې وخت دې راپاڅولے شي چې اِستنجاء، اودس وغيره اوکړي او سُنَّت اوکړي او پۀ تکبيرِ اولیٰ کښې شامل شي۔ ([2])
د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو فائدې
* د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت پخپله د خپل نـمونځ حفاظت کيږي *د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت سره د جومات پۀ وړومبي صف کښې د تکبير اُولیٰ سره د سحر د نـمونځ د ادا کولو سعادت نصيب کيدے شي۔ * د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت سره چې څومره خلق هم نـمونځ کوي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هٰغه ټولو د نـمونځونو ثواب به هم ميلاؤيږي * د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت سره جوماتونه اباديږي * د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت سره د نيکۍ د دعوت د ورکولو ثواب هم نصيب کيږي۔ پۀ رواياتو کښې دي: * څوک چې د نيکۍ د کارونو دعوت ورکړي، د هغۀ د پاره د هرې خبرې پۀ بدله کښې د يو کال د عبادت ثواب ليکلے کيږي([3]) * د نيکۍ دعوت ورکول صدقه ده([4]) * د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت سره پيدل ګرځيدل کيږي او * پۀ پابندۍ سره د پيدل ګرځيدو پۀ وجه صحت هم ښه وي * ذهني دباؤ هم قابو وي * د ساه بندۍ د بيمارۍ نه نجات هم حاصليږي * وزن صحيح وي * بلډ پريشر صحيح وي او * هاضمه صحيح کيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami