Share this link via
Personality Websites!
470490
9099
روزګار کولو خو کله چې دا صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دربارِ رسالت ته حاضر شول، محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د دريو واړو نه يوه پوښتنه اوکړه: تاسو کوم څيز دلته راوستي يئ؟ يعنې نۀ دا د نـمونځ وخت دے، نۀ د دَرس وخت دے، نۀ د عِلمِ دِين د څۀ حلقې وخت دے نو تاسو پۀ داسې وخت کښې د معمول خلاف پۀ څۀ وجه راغلي يـئ؟ د دې دريو واړو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم يو جواب وو: مونږ د الله او د رسول محبت راوستي يو۔
ګويا دوئي وئيل چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ پۀ خپل کار روزګار کښې مصروف وو، مونږ پۀ کور کښې وو، مونږ د خپلو بچو سره وو خو زړۀ مو نا قلاره وو، تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راته ياديدلۍ، ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت، ستاسو د ديدار شوق مونږ دلته راوستي يو۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې پۀ محبت کښې کشش وي۔ محبت ځان ته راښکل کوي۔ دلته هم خلق د محبت دعوې خو کوي، وائي: زۀ عاشقِ رسول يم خو پۀ هغوئي کښې کشش پۀ نظر نۀ راځي * پۀ دُکان کښې دي، د نـمونځ وخت شو، زړۀ يـې د جومات طرف ته نۀ راښکي * د درود نۀ وئيلو څو څو ورځې تيرې شي، زړۀ نۀ نا قلاره کيږي * د قرآنِ کريم د تِلاوت طرف ته زړۀ نۀ مائله کيږي * مدينه منوره نۀ ياديږي، پۀ سترګو کښې اوښکې نۀ راځي * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښکلو ښکلو سُنَّتو باندې تلل نۀ نصيب کيږي * د عمامې شريفې پۀ سر کولو باندې زړۀ نۀ مجبوره کوي * ږيره مبارکه مَعَاذَ الله! خريوي، زړۀ کښې يـې څۀ ويره نۀ راځي۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له غور کول پکار دي۔۔۔!! پۀ زړۀ کښې د محبت دعویٰ ده نو بيا د خوږ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami