Share this link via
Personality Websites!
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهره ګرځيدونکي مړي ژوندي کړل او پۀ هغوئي کښې يـې اِيماني ژوند پيدا کړو، د الله پاک ذِکر يـې عام کړو، خلق يـې نيکان کړل، اِسلام يـې خور کړو، دغه شان د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس، د هغوئي د نائِب او خليفه پۀ توګه به دا اثر د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس مبارک ته راځي، بيا به دا اثر حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي نه پس به د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس مبارک ته راځي۔
دا هم عرض کووم چې څلورم خليفه مولائے کائنات حضرت مولیٰ علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، پۀ دې موقع باندې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ موجود نۀ وو، ځکه د هغوئي ذِکرِ خير رانغلو، که هغوئي حاضر وو نو د هغوئي پۀ لاس مبارک کښې به هم ضرور کاڼو تسبيح لوستله۔
پۀ قرآنِ پاک کښې د خِلافت د ترتيب ذِکر
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خِلافت د دې ترتيب ذِکر د قرآنِ کريم پۀ دې آيت مبارک کښې هم شوے دے، الله پاک فرمائي:
مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِؕ-وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ تَرٰىهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا یَّبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانًا٘-سِیْمَاهُمْ فِیْ وُجُوْهِهِمْ مِّنْ اَثَرِ السُّجُوْدِؕ- (پارہ:26، سورۂ فتح:29)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مُحَمَّد د اللہ رسول دے او د هغوئي ملګري پۀ کفارو باندې سخت، خپل مينځ کښې نرمو زړونو والا دي۔ تۀ به هغوئي پۀ رکوع کولو سجدو کولو وِينې، د الله فضل او رضا غواړي د هغوئي علامت د هغوئي پۀ مخونو کښې د سجدو د نخښو نۀ دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami