Share this link via
Personality Websites!
بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کاڼي د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ لاس کښې کيښودل۔ بيا هغوئي تسبيح شروع کړه، بيا چې يـې پۀ زمکه باندې کيښودل نو خاموشه شول، پۀ دريم ځل نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه کاڼي د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ لاس کښې کيښودل، هغوئي بيا تسبيح شروع کړه، پۀ زمکه باندې چې يـې کيښودل نو خاموشه شول۔ بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: هَذِهِ خِلَافَةُ النُّبُوَّةِ دا د نبوت خِلافت دے۔([1])
د دې نه پس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د باقي حاضرينو پۀ لاس کښې کاڼي کيښودل خو د چا لاس ته هم پۀ تللو هغوئي تسبيح وه نۀ لوستله۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِيمان تازه کوونکي حديثِ پاک کښې د خِلافت د ترتيب (Order of Succession) بيان دے، د ټولو نه وړومبے کاڼي * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لاس ته راغلل * بيا د حضرت صِدِّيق اَکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ * بيا د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ * بيا د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس ته۔ د خِلافت ترتيب هم دا دے: (1): وړومبے خلیفه صِدِّیقِ اکبر (2): دويم خلیفه فاروقِ اعظم (3): او دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دے۔
د دې کاڼو پۀ تسبيح لوستلو کښې اِشاره ده چې څنګه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami