Share this link via
Personality Websites!
کومې خبرې تۀ دا وخت دلته راوستې؟ عرض يـې اوکړو: اللہُ وَ رَسُولُہٗ يعنې د الله او د رسول محبت راوستے يم۔
* لا لږ ساعت شوے وو چې د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم راغلو، هغوئي هم سلام اوکړو او کيناستو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نه هم پوښتنه اوکړه: عمره! کومې خبرې تۀ دا وخت دلته راوستې؟ عرض يـې اوکړو: د الله او د رسول محبت۔ * لږ ساعت پس د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم راغلو۔ هغوئي هم سلام اوکړو او کيناستو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نه هم پوښتنه اوکړه: تۀ کومې خبرې دا وخت دلته راوستې؟ هغوئي هم دا عرض اوکړو: د الله او د رسول محبت راوستے يم۔
حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لاس مبارک کښې 7 يا 9 کاڼي وو۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل لاس پۀ تَلي کښې کيښودل نو سُبْحٰنَ اللہ! هٰغه کاڼو تسبيح شروع کړه۔ ما او ټولو حاضرينو د هغې اواز اوريدو۔
بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه کاڼي پۀ زمکه باندې کيښودل نو هغه خاموشه شول۔ بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه کاڼي راواخستل او د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ لاس مبارک کښې يـې ورکړل۔ څنګه چې هغه د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس ته لاړل، بيا يـې تسبيح شروع کړه، د هغې اواز مونږ ټولو حاضرينو اوريدو۔ د دې نه پس چې څنګه هغوئي هغه پۀ زمکه باندې کيښودل نو هغه بيا خاموشه شول۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami