Share this link via
Personality Websites!
شي او بچو ته د قرآنِ کريم تعليم ورکړے شي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې شعبې پۀ کوششونو پۀ ملک او بهر ملکونو کښې تقريباً د 10 زرو نه زيات جوماتونه او مَدارس الـمدينه جوړ کړے شوي دي۔ د زر [1000] نه زيات جوماتونه جوړيږي او د 500 نه زيات پلاټونه موجود دي چرته چې به ډير زر د جوماتونو جوړولو سلسله شروع کولے شي۔ د ځائے د اخستو نه واخله د مکمل کيدو او د نـمونځونو د ادا کيدو پورې ټولې معاملې د مفتيانو صاحبانو پۀ نګرانۍ کښې کيږي۔ داسې چې پۀ کومو علاقو کښې د مدرسو ضرورت وي يا وَس لرونکي خلق د مدرسو د پاره ځائے ورکړي، هلته د مدرسو د جوړولو پوره اِنتظام د دې مجلس پۀ نګرانۍ کښې کولے شي۔ الله پاک دې د دعوتِ اِسلامي دې شعبې ته ډيره ترقي عطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ډير فائده مند موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د ”فيضانِ حديث“ پۀ Play Store او App Store باندې وړاندې کړے شوے دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې تاسو د حديثِ پاک مشهور کتابونه مثلاً * مِشْکٰوةُ الْمَصَابِیْح او د دې اسانه اُردو شرح مِرْاٰةُ الْمَنَاجِیْح * الأربَعِیْنِ النّوویَّة د اُردو ترجمې او شرحې سره * رِياضُ الصَّالِحِين د اُردو ترجمې او شرحې سره * أَربَعِیْنِ حَنَفِیَّه (اردو) * او مُنْتَخَب اَحَادِیث (اُردو) شامل کړے شوي دي۔ * د دې ايپلي کيشن پۀ مدد سره تاسو حديثونه مبارک پۀ کتابي شکل کښې (يعنې د جلدونو پۀ لحاظ سره) هم لوستلے شئ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami