Share this link via
Personality Websites!
دا رساله د هغوئي پۀ مخکښې ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔ الله پاک دې د خپلو خوښو بندګانو پۀ وسيله مونږ نيکان جوړ کړي او مونږ ټول دې د نيکو پابند جوړ کړي او نورو د نيکو طرف ته رابلونکي جوړ کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف:
خدام المَساجد و الـمدارس الـمدينه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک اخري نبي مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله هجرت وفرمائيلو نو د اِسلام د ټولو نه وړومبے جومات يـې جوړ کړو کوم چې نن هم د مسجدِ قُبا پۀ نوم سره پيژندلے شي، د مسجدِ قُبا د جوړيدو نه شروع شوې دا لړۍ د اِسلام د خوريدو سره سره زياتيږي او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ ټوله دُنيا کښې پۀ لکونو جوماتونه موجود دي۔ پخپله د دواړو جهانو سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د دِين بزرګانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د جوماتونو پۀ جوړولو کښې ښه پوره برخه اخستلې ده۔ د دِين د بزرګانو پۀ دې نقشِ قدم باندې د تللو سره، د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علامه مولانا محمد اِلياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ فيضان سره د جوماتونو او د مدرسو د جوړولو د پاره يوه شعبه پۀ نوم د خُدام المَساجد و المَدارس الـمدينه جوړه کړے شوې ده۔ د دې شعبې لاندې پۀ کلو، نوؤ سوسائيټيز کښې او چرته چې د عاشقانِ رسول جوماتونه نۀ وي هلته د جوماتونو د جوړولو لړۍ روانه ده۔ د پاره د دې چې د هٰغه ځائے خلق پۀ اسانۍ سره نـمونځ ادا کړے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami