Share this link via
Personality Websites!
حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم لښکر کښې موجود وو، کله چې هغوئي د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا فرمان واوريدلو نو سمدستي يـې انتظام شروع کړو، هغوئي د غلې ډک 7 اوښان واخستل او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې يـې حاضر کړل، کله چې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان دا اوښان وليدل نو د هغوئي پۀ مخونو خوشحالي راغله، بل خوا د منافقانو مخونه غمژن شو۔ د سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې چې کله هٰغه 7 اوښان وړاندې کړے شول نو وه يـې فرمائيل: دا څۀ دي؟ د چا د طرف نه دي؟ عرض اوکړے شو، يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ستاسو پۀ خدمت کښې ډالۍ وړاندې کړې ده۔
راوي وائي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا خبره واوريدله نو ما پخپله وليدل،چي نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا د پاره لاسونه پورته کړل او دومره يـې پورته کړل چې د سر مبارک نه يـې اوچت شول، بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره داسې دعا اوکړله چې هغوئي پۀ داسې دعا کولو مونږ چرې هم نۀ دي ليدلي۔ ([1])
پۀ يو روايت کښې دي: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوکړه: اے الله پاکه! زۀ د عثمان نه رضا يم تۀ هم د دۀ نه رضا شې۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami