Share this link via
Personality Websites!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
حضرت اَبُو ذر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابۍ رسول دے، هغوئي فرمائي: زۀ د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکر هميشه پۀ خير سره کووم (يعنې د هغوئي چرې هم بد نۀ بيانووم، کله چې هم د هغوئي خبره وي، نو تعريف يـې کووم، داسې ولې دہ ؟ فرمائي:) د هغوئي يو شان دے کوم چې ما پۀ خپلو سترګو ليدلے وو۔
هٰغه شان کوم چې حضرت اَبو ذر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپلو سترګو ليدلے وو، پخپله يـې هم د هغوئي نه واورئ! فرمائي: زۀ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خَلوَتونو عاشق ووم، پۀ لټون کښې به ووم، چی کله به هم نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يواځې کيدلو، زۀ به فوراً حاضريدم او عِلمِ دِين به مې ترې زده کولو۔ يوه ورځ ما وليدل چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يواځې تشريف فرما دے۔ ما موقع غنيمت وګڼله او فوراً حاضر شوم۔ * لا ناست هيله کښيناستم (لږ وخت تير شوے وو) چې د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم هلته راغلو۔ هغوئي حاضر شو او سلام يـې عرض کړو: نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جواب ورکړو او پوښتنه يـې ترې اوکړه: ابو بکر!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami