Share this link via
Personality Websites!
غوښتلے کيږي، عرض کولے شي چې اِجازت راکړئ! مونږ به دا باغيان خپل اَنجام ته ورسوو، هغوئي بيا هم څۀ ګام نۀ پورته کوي، پۀ تقدير باندې راضي اوسي، د هغوئي د سيرت مبارک دا اړخ داسي دے چې د الله پاک د نبي حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره کمال مُشابهت لري، هٰغه وخت هم وو کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وور ته غورځولے کيدلو، جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضريږي، عرض کوي: اے اِبراهيمه عَلَیْهِ السَّلَام ! که څۀ حاجت وي نو وفرمايئ! وه يـې فرمائيل: حاجت خو شته خو تا ته نشته ، عرض يـې اوکړو: چا ته چې مو حاجت دے هم هغوئي ته يـې عرض کړئ! وه يـې فرمائيل: الله پاک ته معلومه ده، زما غوښتو ته څۀ حاجت نشته۔
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغه حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وو کوم چې د تسليم او رضا دومره اوچت مقام ته رسيدلے وو، جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د مدد د پاره حاضريږي، هغوئي مدد نۀ اخلي، د الله پاک پۀ ليکلے شوي تقدير باندې راضي اوسي، دلته حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، سخته ده، پريشاني ده، اِمتحان دے، حضرت مولیٰ علی، اِمامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د مدد د پاره راځي خو حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي مدد نۀ حاصلوي بلکې د الله پاک پۀ ليکلے شوي تقدير باندې راضي اوسي۔ ([1]) د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دا هٰغه عظيم شان دے د کوم پۀ بيانولو چې د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اِنَّا نُشَبِّهُ عُثْمَانَ بِاَبِیْنَا اِبْرَاہِیْمَ بے شکه مونږ عثمان د خپل والِد اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مُشابهه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami