Share this link via
Personality Websites!
يعنې پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کښې ځينې خو هٰغه دي کومو چې د شهادت مرتبه حاصله کړې ده او ځينې لا اوس هم اِنتظار کوي۔ د تفسير علمائے کرام فرمائي: د دې اِنتظار کوونکو نه مُراد حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔۔۔!! هغوئي ته وئيلے کيږي چې د هغوئي پۀ تقدير کښې يو لوئي ازميښت ليکلے شوے دے، د هٰغه ازميښت نه ويريږي نۀ او دُعاګانې نۀ کوي، ژړا انګولا نۀ کوي۔
* دلته خو خلق چغې سورې شروع کړي، ګيلې معنې شروع کړي * ما چا ته څۀ نقصان رسولے وو * اخر هم زما سره داسې ولې کيږي؟ * هم زۀ ولې ناروغه شوم؟ * اخر زما پۀ قِسمت کښې غريبي ولې راغله؟ مَعَاذَ الله! خلق داسې ګيلې معنې کوي۔ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان ته وګورئ چې هغوئي پۀ راتلونکي ازميښت باندې ګيله کول خو لويه خبره ده، پۀ زړۀ کښې به يـې خيال هم نۀ راوستو بلکې دغه ازميښت ته به يـې د رسيدو او پۀ ثابت قدمۍ سره د شهادت مرتبې ته د رسيدو سخت اِنتظار کولو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هٰغه ازميښت څۀ وو؟ څومره سخت اِمتحان وو؟ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هغې کښې څنګه کامياب شو؟ واورئ! پۀ روايتونو کښې دي: د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خِلافت اخري کال وو، ځينو منافقانو د هغوئي خِلاف
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami