Share this link via
Personality Websites!
دې آيت کښې د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شان بيان دے۔ ([1]) وئيلے کيږي چې حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ * پخپله هم پۀ صِراطِ مُستَقِيم باندې دے * پۀ نيغه لار باندې روان دے او * ورسره ورسره نورو ته هم د عدل او اِنصاف (Justice and fairness) درس ورکوي۔
د دې آيت مبارک نه د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 2 شانونه معلوميږي: (1): هغوئي پۀ صراطِ مستقیم (یعنې پۀ نيغه لار باندې تلونکے) هم دے او (2): د نورو د نيکې لارې مسافر جوړوونکے هم دے۔
نيک جوړ شئ او نور خلق نيکان جوړوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ پۀ توجه سره چې غور اوکړئ نو دا زمونږه مَدَني مقصد هم دے:
ما ته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
يعنې هٰغه 2 اعلیٰ خاصيتونه پۀ کومو باندې چې قرآنِ کريم د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ستائينه کړې ده، هم دا دوه خاصيتونه مونږ هم اِختيار کړي دي، پخپله هم هميشه پۀ نيغه لاره باندې تلل دي او نورو ته هم د دې ترغيب ورکول دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami