Share this link via
Personality Websites!
کوم نه چې صرف دوه يا يو وَل راشي مکروه دي۔ ([1]) (4): د عمامې شريفې شمله پريښودل سُنَّت دي۔ ([2]) د شملې کم از کم مقدار 4 ګوتې او زيات نه زيات د نيمې شا پورې يعنې چې يو لاس وي، د حد نه زياته اوږده شمله ساتل اِسراف دے او که دا د تکبر پۀ نيت وي نو حرام دي۔ ([3])
د عمامې شريفې پۀ سر کولو فائدې
* عمامه شريف د مسلمانانو تاج دے * د عمامې شريفې پۀ سر کولو سره حِلم (د برداشت قوت) کښې زياتوالے راځي * عمامه حُسن او ښکلا زياتوي * پۀ عمامه کښې عزت او وقار دے * د عمامې پۀ سر کولو سره دوه رکعتونه کول بغير د عمامې د 70 رکعتونو نه افضل دي * څوک چې د جُمعې پۀ ورځ عمامه پۀ سر کړي، الله پاک پۀ هغه باندې رحمت فرمائي او فرښتے د هغه د پاره د بخښنې دعاګانې کوي۔ ([4])* د عمامې شريفې پۀ سر کولو سره پۀ ويښتو باندې يخني ګرمي او نمر وغيره اثر نۀ کوي * د طِبي تحقيق مطابق د سر درد د پاره عمامه شريف پۀ سر کول فائده منده ده * د عمامې شريفې سره دماغو ته طاقت ميلاؤيږي او حافظه ورسره مضبوطيږي * د عمامې شريفې پۀ سر کولو سره دائمي نزله نۀ وي يا که وي هم نو د هغې اثر کم وي * د عمامې شريفې شمله د وجود د ښکته حصي د فالج نه بچ کول کوي ځکه چې شمله حرام مغز د موسمي اثراتو مثلاً: د يخنۍ او ګرمۍ وغيره نه بچ کوي * شمله د سرسام د مرض خطرې کموي۔ د دماغو( Brain ) د وَرَم (يعنې پړسيدو) مرض ته سرسام وئيلے شي۔ ([5])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami