Share this link via
Personality Websites!
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د عمامې شريفې پۀ سر کولو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او پۀ آئينه کښې د کتو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: د نـمونځ نه پس حمد او ثنا او درود شريف لوستونکي ته يـې وفرمائيل: دُعا کوه قبليږي به، سوال کوه درکړے کيږي به۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو د پاره د اِسلامي خوئيندو، د اِسلامي وروڼو او د طالبِ علمانو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې د نيک اعمال مختلفې رسالې جوړې کړې دي۔ نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 55 پۀ باره کښې زدکړه کوو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami