Share this link via
Personality Websites!
ليدو باندې دا حضرات ويريدل۔ هغوئي پۀ تيز اواز ووئيل: تاسو حضرات بالکل مۀ ويريږئ مونږ هم د دوئي پۀ دفن کولو کښې د شرکت د پاره حاضر شوي يو۔ دا اواز يـې چې واوريدو نو د خلقو ويره ختمه شوه او پۀ اطمينان سره حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دفن کړے شو۔ د هديرې نه چې واپس راغلل نو هٰغه صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان قَسم وخوړلو او خلقو ته يـې ووئيل چې يقيناً چې دا د فرښتو ډله وه۔ ([1])
رُک جائیں مِرے کام حسنؔ ہو نہیں سکتا فیضان مددگار ہے عثمانِ غنی کا([2])
حضرت ابو قِلابَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي:چي زۀ يو ځل پۀ شام کښې ووم، يوه ورځ ما يو اواز واوريدو، چا چغې وهلې: هۍ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، هۍ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، زۀ ډير حيران شوم چې اخر دا څوک دے؟ چې پۀ دومره يقين سره وائي چې زما د پاره دوزخ دے۔ فرمائي: چې د کوم طرف نه اواز راتلو، زۀ پاڅيدم او هٰغه طرفته روان شوم، هلته ما يو حيرانيدونکے منظر وليدوه، يو کَس دے، چي دواړه لاسونه يې هم پريکړے شوي دي، دواړه ښپې يـې هم پريکړے شوې دي، په دواړو سترګو هم ړوند دے او پۀ زمکه اُلټا پروت دے او بيا بيا هم دا چغې وهي چې هۍ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، هۍ افسوس! زما د پاره دوزخ دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami