Share this link via
Personality Websites!
کوۍ نو پۀ زړۀ کښې خوشحالي پکار ده چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن زۀ د خپل رَبّ د رضا د پاره قُرباني کووم۔
د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام يو مبارک حالت
پۀ روايتونو کښې راغلي دي، کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل شهزاده حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام مِنیٰ ته بوتللو، هغوئي ته يـې خپل خوب بيان کړو، اِرشاد يـې وفرمائيلو:
یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰى فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَا ذَا تَرٰىؕ- (پارہ:23، سورۀ صٰفٰت:102)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ځويه! ما پۀ خوب کښې وليدل چې زۀ تا ذبح کووم۔ اوس تۀ وګوره ستا څۀ رائے ده؟
پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دا فرمائيل نو هٰغه وخت د شهزاده مخ روښانه شو، وجود يـې پۀ رپيدو شو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه اوکړه: ځويه! څۀ خبره ده؟ پۀ مخ باندې دا پړقا د څۀ ده؟ پۀ وجود دې دا رپرپے ولې دے؟ اوس د شهزاده جواب لږ واورئ! هغوئي عرض اوکړو: بابا جانه! زۀ چې قربان شم نو د خپل رَبّ پۀ حُضُور کښې به حاضر شم، د دې فاني دُنيا نه به جُدا شم او جَنَّت ته به ورسيږم، الله پاک زما پۀ باره کښې دا حُکم دې د پاره کړے دے چې هٰغه رَبِّ کريم زما نه راضي دے، بے شکه د رَبّ پۀ نزد چې څومره نعمتونه تيار دي، هغه پۀ دې دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د دې ټولو نه بهتر دي (بس هم د دې خوشحالۍ نه مې مخ پړقيدو)۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami