Share this link via
Personality Websites!
هٰغه وخت د زړونو حالتونه صحيح وساتو!
پۀ قرآنِ کريم او حديثونو مبارکو کښې مونږ ته داسې حالتونه بيان کړے شوي دي چې د قُربانۍ کولو پۀ وخت د هٰغه حالتونه پۀ زړونو کښې ساتل ډير اهم دي۔
(1): وړومبے حالت: د زړۀ خوشحالي
د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قُربانۍ وينه پۀ زمکه د پريوتو نه مخکښې د الله پاک پۀ نزد قبليږي، فَطِیْبُوْا بِہَا نَفْسًا پس د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره قُرباني کوئ! ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قُربانۍ کولو پۀ وخت چې پۀ خپل زړۀ کښې کوم حالت ساتل دي، پۀ هغې کښې وړومبے حالت چي د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره وي۔ د ځينو خلقو حالت داسې وي چې قُرباني خو مې نۀ کوله، خو د نصاب مالِک ووم، قُرباني راباندې واجِب شوې وه، ځکه مې اوکړه۔۔۔!!
پۀ اوسني وخت کښې دا هم يو غنيمت دے چې د الله پاک حکم خو مې اومنو، د نصاب مالِک شوے ووم، قُرباني راباندې واجِب شوې وه نو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! واجِب خو ادا کووم، دا هم ډيره لويه خبره ده خو پۀ حديثِ پاک کښې مونږ ته د دې نه وړاندې سبق راکړے شو چې قُرباني کوۍ نو مجبوراً نۀ بلکې پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ يـې کوئ۔ چې قُرباني
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami