Share this link via
Personality Websites!
نشانی ہے وفا کی اور اِک نعمت ہے قربانی
خُدا کے دوست ابراہیم کی سُنّت ہے قربانی
مسلمانو! کبھی قربانی سے پیچھے نہیں ہٹنا
وقارِ دِین ہے، اسلام کی شوکت ہے قربانی
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د قُربانۍ پۀ کولو کښې د زړونو د حالتونو اهميت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ لکونو مسلمانان د قُربانۍ کولو سعادت حاصلوي، الله پاک دې د ټولو قُربانۍ پۀ خپل دربار کښې قبولې کړي۔ دا خبره پۀ ذِهن کښې کښينوئ چې د قُربانۍ پۀ قبليدو کښې د ټولو نه زيات چې د کوم څيز اهميت دے، هغه د زړۀ حالتونه دي۔ الله پاک پۀ قرآنِ مجيد کښې اِرشاد فرمائي:
لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَ لَا دِمَآؤُهَا وَ لٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰى مِنْكُمْؕ- (پارہ:17، سورۀ حج:37)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله بارګاه ته بالکل نۀ د دوئي غوښې رسي او نۀ د دوئي وينې، البته ستاسو له طرفه پرهيزګاري د هغۀ بارګاه ته رسي.
پۀ تفسير صراط الـجنان کښې د دې آيت لاندې دي: د جهالت پۀ زمانه کښې به غير مسلمو د خپلو قربانو پۀ وينه باندې د کعبې شريفې ديوالونه ګنده کول او ګڼله به يـې چې د داسې کولو سره به زمونږ د الله پاک قُرب نصيب شي۔ بيا چې کله د اِسلام نُور وځليدو، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حج اوکړو، قُربانۍ يـې پيش کړې نو د هغوئي د تعليم د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami