Share this link via
Personality Websites!
د خپل ځان، دولت د قربانولو اِراده هم وي * کله چې د څاروي پۀ مرۍ باندې چاړه کيښودے شي نو چې پۀ اِنسان کښې د الله پاک محبت موجود وي * پۀ زړۀ زړۀ کښې د الله پاک پۀ دربار کښې عرض کوي چې مولیٰ! د څاروي د قُربانۍ حکم وشو، زۀ ستا د رضا د پاره څاروے قُرباني کووم * اِلٰہی! د نفس د خواهشاتو د قربانولو او ستا د رضا والا کارونه هم ستا خوښ دي، مولیٰ! نن ستا د رضا د پاره نفسِ اَمَّاره [يعنې پۀ ګناهونو باندې راپارونکے نفس] هم وژنم، د نن نه پس به چرې هم د نفس او د شيطان پۀ دوکه کښي نۀ راځم او ستا نافرماني به نۀ کووم * اے زما پاکه پروردګاره! نن ستا پۀ حکم باندې څاروے قُرباني کووم، ستا د رضا د پاره، ستا د دِين د پاره به د وخت قُرباني هم ورکووم * مولیٰ! کله چې مؤذِّن حَیَّ عَلَی الْفَلَاح ووائي نو د خوب، د خپل دُکان، د کاروبار، د دُنيا د کار روزګار قُرباني به ورکووم او فوراً به جومات ته حاضريږم * بلکې اے زما خوږه الله پاکه! د نفس خواهشات، وخت او مال وغيره خو څۀ کړې، ستا د رضا د پاره که زما نه د ځان قُرباني هم وغوښتے شي نو هيڅکله به هم نۀ پشا کيږم بلکې
یہ اِک جان کیا ہے، اگر ہوں کروڑوں تیرے نام پر سب کو وارا کروں میں([1])
الله پاک دې مونږ ته د داسې کمالي قُربانۍ کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami